تبليغاتX
انځور
ماخپله روح لوستې ستانوم پکې چانان وخاته

دښاغلي عبدالرحمان  عضري شاعري د شعر تلاش نه دی ولې چې شعر یې د خیال ،

 

جذبې ،فکر اوشعور هغه ټول جمالیات لري چې دیوه ښه شعر د افاقیت او تل پاتې لپار

 

لازم اوملزوم ګڼل کیږي .دا برخه دشاعر هغه وخت نصیب کیږي چې د شاعر خیال ،فکر

 

شعور،جذبه  او خلوص  یو برابر وي .داسي شاعري دخپلې ژورتیا له امله دخلکوپه

 

زړونوکې ځای پیدا کوي .شاعري دروح تسکین او غزل دشاعرۍ ژوند دی . که

 

دغضري صاحب شاعرۍ ته ځیر شو له هر بیت نه یې د یوې خوږې ټپې خوند اخیستی

 

شو. د ښاغلي غضري صاحب د بیان ژپه ډیره خوږه او راونه ده .مضمون افرښي او تخیل

 

یې ډیر ښه دی .او تلمیح یې په زړونو کې ګوتې وهي . د قافیې، ردیف اوګرامر له لحاظه

 

یې شعر بډایه او غني دی .په شاعرۍ کې یې د مینې وږمې ډېرې اغیزناکې دي .دبیتونو

 

داخلي موسقیت او وزم یې ډیر په زړه پوري دی .الفاظو ته یې هنري جامې ور اغوستې دي اونوي مفاهیم یې په

 

منطقي او ښه بڼه وړاندي کړي دي .مینه یې ستایلې او په مینه ،مینه  د خپل ولس په

 

زخمونوپټۍ او مرهم ږدي .

 ښاعلی غضري صاحب دیو داسې طبیب رول لوبوي چې له خپلو روحي مریضانوسره

 

په مینه ، مینه دهغه په هغه ستونزه ځان پوهوي چې مریض ته ترې مریضې ور پیښه

 

شوې ده .داسي مریض ته ددواء نه د تسلیات ډیر ضرورت وي .دښاعلي غضري صاحب

 

اشعار له شغار نه پاک او موضوعات یې افاقي او تلپاتې دي  .که څه هم ښاغلی

 

عضري دافغانستان دورستی تراژیدۍ او جنګ همزولی دی . خو بیا هم د ښې شعري

 

قرېهې او انځورګرۍ له امله یې خیال  اوفکر  دشعر مینه وال  له ګوتې نیسې او د

 

قاینات دښکلا ګانو مشاهدې ته یې بیا یئ . او شعر یې د ښه شعریت ،تغزل اورنګینۍ

 

تر څنګ ښه پیغام هم لري که یې دبیلګې په ډول  دغزل څو بیتونو ته تم شو وبه وینو

 

چې څومره ځلونه ،او خوندورتوب  یې د معنوي او کیفي خوندونود څکنې لپاره په

 

هنري ذوق  وربښلی دی .

دلمرپه اننـــــــګومې پڼځـــــــــــاووخوتښتیــــــــــــــــــــده

تصویرمې دې له وړانـــګو جوړاوو خوتښتیــــــــــــــــده

بیګادې ټوله شپه دسپين روخسار ډیوې ته ناست وم

یوخیــــــــــال مې ستا په حسن لمباووخوتښتیـــــــــده

یوه څړیــــــکه لکه ستا دبڼوستن ورپه کې رغښتــــــه

پرهرکه مـــــې هرڅــــــــوراټـــولاووخوتښتیـــــــــــــــــده

تڼاکـــــې دزړه ګي مې ترلیمــــــــــوورپســــــي راغلـې

یوښکلی یې په سترګومچــــــــاووخوتښتیــــــــــــــده

ساقي په کې جوهردخلــــــوص نه وونښتیځـــــــــــلي

خمــــــــارمې په خمونومتـــــــاووخوتښتیــــــــــــــــــــده

بس ورک وم غضري دیوخاموش شورپه څپوکـــــــې

جنون مې په مستـــــــۍکې غرقـــاووخوتښتیـــــــــــده

 

لکه چې تاسو مخکې هم ولوست چې غضري صاحب د افغانستان دورستۍتراژیدۍ

 

(غمیزې) همزولی دی خود ښه هنري فن اونازکخیالۍ له امله یې د افغانستان ددې

 

لوې غمیزې انځورګرۍ مکمله تابلو پدې څو بیتونو کې لیدلی شئ .

 

څنګه سندره شم شپیلۍدجانان اوراخستــــــــی

زړونه لمبې وهې خولګۍدجانان اوراخستــــی

داوښکوستوري یې په سروکسیوکې وخوټیدل

غزل بې موره شوه ځوانۍدجانان اوراخستـــــــــی

دلته سنګساردی دهینــــــــــداروغیږله وینـــوډکه

هلته ټپــــــه سوځي کیږدۍدجانــان اوراخستــــــی

اویا داچې :

 

نورڅه دې غضري ستادویجاړخیال په البم کې

 

سم وران افغانستان یې دهدرې غوندي ښکاریږې

 

غضري  به ولې ګیله من نه وي د وخت ناخولو ددوستانو په جامه کې دغه تور خلک

 

راوپېژنده. او غضري د تجربې او مشاهدې په بنا  د دغو خلکودا ریاکارانه څېرې

 

داسې راښایي او غواړي  چې نور لدې وران کاروخلکو نه بیل شو :

 

څومره ساده یم چې څوک لاس راکړي په دوست یې ګڼم

 

دلارې مـــــــل ترهغـــــــې  مل وي چې څـــــــــــــولاربیلیږي

 

ملګرواوس چې دشیـــــــطان په رنــــــګ رنګیږي خلـــک

 

ښکلـــــــي ترې بیل کــــړئ که په تـــــوره که په داربیـــلیږي

 

غضري صاحب دغزل تر څنګ دشعر په نورو اصنافواوصنعتونو کې هم طبع زمایي

 

کړي ده چې زما په اند  ښه اهنګ اوشرنګ پکې دی او لوستونکي پرې د خپل ذوق

 

نیلی ځغلولی شي دنمونې په طور یې د شعر دا بیلګه وګورئ:

لارویه که شاعریې

نوښکلاخودې خوښیږي

راشه ښکلي توري درکړم

زمالمن له توریوډکه

خومانه دي رنګولي

ته شاعریې تې درواخله

په کې پوکړه سره رنګونه

ستااحساس خوښه ماهردی

په کې وکره ترزونه

ستادسرتر ویښتوډیردي

واخله ستانصیب نیولي

څه ټپې څه ترانې کړه

څه ګلونه څه خالونه

څه پیلوزي کړه چې بل شي

څه دوړانګوامیلونه

لارویه لاوخت شته دی

لاوس هم ناوخته نه دی

داتاوده توري درواخله

سړې وینې پرې تودې کړه

څه غزلې څه نظمونه

له چاجوړې قصیدې کړه

دادستورو ځانګووینې

دسپږمۍ وطن درښیم

دې کې هم تپه تیاره وه

دازرین ستوري یو نه وو

چې شاعرورباندي واوښت

سپیره توري کړه ګلونه

دمدارپه غیږکې کیښودل

دانه دانه خالونه

 

که  دغضري  صاحب په شعري فن او هنر یو کتاب خبرې هم ولیکم بیا هم کمې دي

 

خوډیرې خبرې د خدای(ج) او رسول (ص)ښې وي خو دومره ضرور وایم چې غضري

 

صاحب داوسني عصر اوزمان هغه نازکخیال او انځورګر شاعردی. چې کوم خیال نن  

 

ده په کومو الفاظو کې نغښتی دی که نیمه پېړۍ ورسته یې هم کوم شاعر په

 

خپلوشعرونو کې پنځوي   نو ګومان نه کوم چې له غضري صاحب نه به یې ښه بیان

 

کړي . او په ویاړ سره وایم چې غضري صاحب به د ځینو نورو شاعرانو په شان تر پیړیو

 

او پیړ یو د خپل پیاوړي شعر له امله ژوندی وي . او نام خدای قلم د یې نور هم خدای(ج) ښیرازه لري  .

په احترم او مینه

بختیار ځدران سعودي عرب تبوک

۲۰۰۷/۶/۱۱  

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/26 و ساعت 2 |

 

دوصل ماښام

 

 

 

 

لکه دوصل ماښام

 

لکه دمینې څلی

 

لکه دحسن کیږدۍ

 

لکه دللمې باران

 

په زړه مې اورې اشنا

*          *          *

 

دسپینووړانګولاس کې

 

دهرچنارپاڼوکې

 

دشنواوبوایینوکې

 

دهرماشوم مسکاکې

 

زه ستاتصویروینمه

*           *        *

ته ادم خورهم نه یې

 

اورم له زړونوسره مینه لرې

 

دمحبت ددنیا ګۍ معماره

 

چې تصوردې کوم

 

دازړه مې ولې ریږدي

 

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 2 |
 

 

 

لیونی زړه

 

 

زړه مې ګوره لیونی دی

 

لیونۍسندرې وایې

 

بیامرموزبڅري غواړې

 

پخوانۍ سندرې وایې

 

بیازاهدپه کاڼوولي

 

بیا په رمز کې رندان ستایې

 

بیا توبوته غاړه نه ږدي

 

بیا ګناه ته لبیک وایې

 

لاوریاده توده غیږه

 

لایې هیڅ نه دي هیرشوي

 

لا یې خیال دیارپه سپن مخ

 

شنه خالونه پنځولي

 

بیا تودې مچکې غواړي

 

داماضی په لورمې بیایې

 

دسوماشونډوته تږی

 

دمستې به لورمې بیایې

 

غواړي بیاله غاړې تاوکړي

 

دپیمخوسره لاسونه

 

غواړی بیا په ژبه واخلي

 

له لنډۍ زنې خالونه

 

غواړي بیامستې کړي ویښه

 

اوتوبې مې سره لمبه کړي

 

دجنت نیازمینې حورې

 

درندانوصدقه کړي

 

لیونی دی لیونی دی

 

لاپه دې هم نه پوهیږي

 

چې دنازله دنیا لري

 

په بې نیازوکې اوسیږي

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 2 |

آهاړ

 

 

دامې ارزو ده چې دژوند به تندي

 

یوه بې عنوانه ترانه ولیکم

 

یوداسې کلک مزی له توریوجوړکړم

 

چې دښکلا وزر پرې وتړمه

 

څو په بدرنګوکوڅووانه لوزي

 

پریږدئ چې پوه شي دبدرنګو کلي

 

چې واړنګې څه ته وایې

 

پریږدئ چې تشي شي دغرونوغیږې

 

دلمرله زیړې ځوانۍ

 

هسي یې هم په سرولمبوکې سوځو

 

ښه دی چې ونه شي په زمکه ګلان

 

څودانسان له وینوپاکه نه شي

 

ورته ونه غواړئ دخیرباران

 

ښه ده چې دادسپینوستورو رمې

 

له سندرمارې سپوږمۍ وتریږي

 

ورپسي ستړیې شي نوکان ووهي

 

ستوني کې وچه شي دژوندسندره

 

له دې پخوا چې څوک بې درد یې واوري

 

سلګۍ سلګۍ شي زره ترکې هیله

 

شپیلۍ یې ستړیې شي له ستړیو نغمو

 

مخ ترینه پټ کړي په کفن سندره

 

پریږدئ چې وپوهیږي ستړ انسان

 

دغه خوارګوټکی دابدمرغه دامورمړی انسان

 

چې به زخمي لاسو ډبرې دڅرک ماتوي

 

چې دآهاړ ګرمۍ دیوې ډوډۍ په طمعه ګالي

 

او هغه بله مورهم وپوهیږي

 

چې ستومانې یې  صورت اوبواوبوکړ

 

چې د شیرخواربچی په خولوکې یې چوشک ورکړی

 

اوهغه بلې اوه کلنې لورته

 

په لاس کې دوه کیلو څټک ورکړی

 

پریږدئ چې پوه شي چې دوۍ څه کړې دي

 

له خپل برخلیک سره له خپله لاسه

 

دچاپه خولویې اعتمادکړی دی

 

کوم اینده ته یې مسیږي ارمان

 

غواړم چې پوه شي دازوی موړي خلک

 

چې زموږ نړۍ ته شیطانان راغلي

 

په سپین قمیص کې دانسان په بڼه

 

دوینوتږي ښاماران راغلي

 

دانسانیت په لمن داغ لګوي

 

زمااوستا به نوم قومونه وژني

 

خپل لیوني وحشت په سراخستي

 

پیړۍ یې وسوې میلتونه وژني

 

لابه ترڅوزموږپه غوږوکې څاڅي

 

د دروغجن نجات ترخې خبرې

 

 

ولې موخوښ دی دابدمرغه انسان

 

چې دانسان مرګ ته اتوم جوړوي

 

یوه ورځ به  دغه داتوم ښاغلی

 

زموږپه کورونوکې ماتم جوړوي

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 2 |

لارویه که شاعریې

 

 

لارویه که شاعریې

 

نوښکلاخودې خوښیږي

 

راشه ښکلي توري درکړم

 

زمالمن له توروډکه

 

خومانه دي رنګولي

 

ته شاعریې ته يې واخله

 

په کې پوکړه سره رنګونه

 

ستااحساس خوښه ماهردی

 

په کې وکره ترزونه

 

ستادسر تر ویښتوډیردي

 

واخله ستانصیب نیولي

 

څه ټپې څه ترانې کړه

 

څه ګلونه څه خالونه

 

څه پیلوزي کړه چې بل شي

 

څه دوړانګوامیلونه

 

لارویه لاوخت شته دی

 

لااوس هم ناوخته نه دی

 

دتاوده توري درواخله

 

سړې وینې پرې تودې کړه

 

څه غزلې څه نظمونه

 

له چاجوړې قصیدې کړه

 

دادستورو ځانګووینې

 

دسپوږمۍ وطن درښایم

 

دې کې هم تپه تیاره وه

 

دازرین ستوري یو نه وو

 

چې شاعروباندي واوښت

 

سپیره توري کوګلونه

 

دمدارپه غیږکې کیښودل

 

دانه دانه خالونه

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |
 

توره تنده

 

څومره معصوم زړونه دې وځورول

 

څومره یتمې اوښکې وڅڅیدې

 

ستادناپاکوهیلو توره تنده

 

په څومره پاکووینوولمبیده

 

دبڼ غلیم دې څوک و

 

دچاسپرلي دې وریت کړل

 

اخیرپه څومره ارزي

 

ستاداوحشې تمنا

 

لابه دڅومرخلکو

 

په ژوندون لوبې کوې

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |
                    

ماتې جملې

 

 

 

 

زه لاتروسه دالف په سيپاره کې یمه

 

 

یوڅونومونه په تختۍ باندي لیکلی شم ا وس

 

کله ناکله یوڅوماتې جملې

 

له یوې اوبلې سره وتړمه

 

چې بیایې لولمه نوستاپه څیرمې تت وت یوشي

 

استادلازماپه لورکتلي نه وي

 

چې زماپه ستروګو کې داوښکووړانګې وځلیږي

 

خوزه یې ستاغوندي دسيپارې غیږته نه څڅوم

 

ځکه چې سيپاره ټکی ټکی ستا په اوښکوولیې

 

اوزماددرس مضمون هم

 

ستادسپیځلیو اوښکولوست دی اشنا

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |

سندرې

 

 

زه به په اوښکوهم سندرې زده کړم

داسي سندرې

 چې هرتوری یې له اوښکوجوړوي

 

داسي سندرې

چې داوښکوزړه کې ویښ کړي ارمان

اودارمان زړه کې سندرې تووکړې

داسي سندرې

چې داګونګ کاينات

ورسره ټول لکه زماسندره

په خپلو اوښکوکې سندرې پوکړي

بیابه داټولې ګلالۍ سندرې

لکه داوښکویوه خوږه سندره

په هغوزړونوباندي اورومه

چې بې غرضه اوبې ریا یې اوري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |
                                  

درسره مینه لرم                              

 

شبنم یوڅوڅاڅکي مالګینې اوښکې

 

دغوټۍ خولوکې ورکړې

 

اورته وی ویل

 

ګرانې ترتامې په خوارۍ راوړې

 

نه چې دلمروړانګې خبرې شي 

 

اووی تښته وي

 

زریې دزړه سیفۍته ورسوه

 

زه به بیاراشم یابه رانه شمه

 

تاته چې کله هم دریادشمه زه

 

دخپل زړګي سیفۍ کړه خلاصه

 

اوزماپه مینه

 

یوڅوشيبې زماناکامه اوښکې

 

مخ ته اینه کړه په کې وګوره ما

 

زماتصویر به خامخا تاته خپل ځان وښایې

 

اودرته وبه وایې

 

درسره مینه لرم هیرمې نه کړې

 

له مانه هیره نه یې

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |

هغه کلی دجانان دی

 

څوسپیرې سپيرې جونګړې

 

 

یوه ویاله یوڅوچنار

 

لوړپه زوړ ورته راغلې

 

یوه خټینه سپیره لار

په کې اوسي څوسپین ږیری

څوسپین سرې اګوګانې

 

یوڅوښکلي ماشومان

یوڅوزلمي یوڅوپیغلانې

 

له جونګړوسره خواکې

 

یوه کوچنۍغوندي هديره ده

 

لږراښکته ترې ګودردی

 

دټول فصل سردنه ده

 

شته منې یې یوڅومیږې

 

یوڅووران ویجاړپټي دي

 

چاکرلي پرې غنم دي

 

چاانګورچاخټکي دي

 

زماسلام ورباندي وایه

 

هغه کلی دجانان دی

 

هغه ښکلی له جهان

 

هغه زمادزړه جهان دی

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |


Powered By
BLOGFA.COM